لنډه کیسهعزتد ده بوري څلورلاري ته يې نږدې اندېښمنه ها خوا دېخوا وکتل او یو دم يې موټر له عمومي سرک نه اکسوس خپرنځي ته نږدې کوڅې ته تاو کړ. څو سورلیو پرې غږ وکړ: (( ولې داسې تاو شوې. چېرته مو بیایې؟))ډرېور ته زنګ راغی. موبایل يې غوږ ته کړ: ((ښه، ښه. کور ودان چې و دې ویل، سهي ده پل سرخ څخه نه د شورا سرک نه وځم.))موبایل يې چې بند کړ، لږ څه يې شاته مخ ورکوږ کړ او ويې ویل: ((خدای دې خیر کړي، ښار ته مو بیایم.))له درېیمې څوکۍ یوه سورلي غږ وکړ: ((که موږ درته ویلی چې داسې ځه والله که په عمر کې هم لاړ شې. سل بهانې راوړې او زیاتې پیسې غواړې.))ډرېور په خندا وویل: ((هو، سمه خبره کوې، لږه ستونزه وه.))آرتل پله ته نږدې له ځان سره وبوګنېد: (( اوه، خدایه! اوس دوی سره څه وکړم. د وتو لار هم نشته...))څنګ سېټ کې ناست، سورلي ورنه وپوښتل: (( څه دې وویل، پوه نه شوم.))ده سم له واره ځواب ورکړ: ((ترافیک مې ښودل.))ترافیک يې مخې ته ودرېد او ده ځای په ځای برېک ونیو. د عقب نما ښېښې له شانه يې خپل لیسنس او جواز سیر دواړه واخیستل او له موټر نه ښکته شو.ترافیک په غوسه ورته وویل: ((له ده بوري نه چې دې ځان رانه پناه کړ، پوه شو چې دلته دې باید وګورو.)) ترافیک له موټر نه تاو راتاو شو او بیا مخامخ ډرېور ته ودرېد: (( پلېټ نمبر دې چېرې، ولې دې نه دی لګولی؟ ما ویل چې څه کیسه خو شته چې تېښته کوې.))ډرېور غاړه کږه کړه: (( صاحب! لږ ډېر خېرن شوی و، کور ته مې یووړ چې ويې مينځي. په وتو کې رانه هېر شو.))- د نن خبره نه ده، دا درېیم څلورم ځل دې دی چې خلک پاذابوې او کوڅه په کوڅه يې ګرځوې.یو هلک چې د ده له موټر نه ښکته شوی و، وویل: ((صاحب، ښه شارګشت يې راکړ، نېغ سرک يې پرېښود او د شورا له سرک نه يې را وویستو.))ترافیک بیا وپوښتل: لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 21 تاريخ : پنجشنبه 14 تير 1403 ساعت: 10:57